ډېر لوستل شوي

هرات کې ۱۵ پوځي وسایط راټول او د ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو مرکز ته لېږدول شوي

د ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو خبر ورکړی چې د هرات له اوبه او چشت ولسوالیو څخه یې ۱۵ عرادې بېلابېل پوځي وسایط راټول کړي او د دغه قول‌اردو قرارګاه ته یې لېږدولي دي.

د يادې قول‌اردو ویاند مجیب‌الله انصار ویلي، په راټولو شویو وسایطو کې پنځه عرادې هاموې، اته عرادې رېنجر، یوه امبولانس او یو څلورڅرخه موټرسایکل شامل دي.

د نوموړي په وینا، د دغو وسایطو یو شمېر د غیرمسوولو اشخاصو او ادارو په واک کې وو او ځینې نور په پوځي مرکزونو کې په ویجاړ او متروک حالت کې ساتل کېدل.

هغه زیاته کړې چې یاد وسایط به د قول‌اردو په تخنیکي ورکشاپونو کې ترمیم او بیا ورغول شي او له بشپړېدو وروسته به بېرته د اړوندو برخو د استفادې لپاره چمتو شي.

د مسوولينو په خبره، د دې اقدام موخه د پوځي وسایطو راټولول، تنظیمول او بیاځلي ګټه اخیستنه او د هغو د بې‌استفادې پاتې کېدو مخنیوی دی.

اړوند خبرونه