د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني کندوز ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د یو شمېر سړکونو او پراختيايي پروژو له وضعیت څخه لیدنه کړې او د اېرګنک مسیر د اساسي جوړولو د چارو د ژر پیل ډاډ یې ورکړی دی.
د معلوماتو له مخې، ښاغلي ثاني د کندوز د مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهیب او د ټولګټو ریاست د رييس مولوي عبدالنصیر شیخزاده په ملتیا، د روانو انکشافي او ساتنې پروژو چارې ارزولې او مسوولینو ته یې د کار د کیفیت لوړولو او چټکتیا سپارښتنې کړې دي.
د ټولګټو وزیر ویلي چې په ۱۴۰۶ هجري لمریز کال کې به د کندوز لپاره نوې پراختيايي پروژې هم په پام کې ونیول شي.
نوموړي همداراز د ټولپلازا له منظور شوې ساحې او د اېرګنک مسیر له بېلابېلو برخو لیدنه کړې او د یاد سړک د اساسي جوړولو د چارو د ژر پیل ژمنه یې کړې ده.

