ډېر لوستل شوي

د کاناډا د لومړي وزير له خپلې دندې د استعفا غوښتنې ادعا شوې

سرچينو ادعا کړې، چې د کاناډا لومړی وزير جسټن ټروډو به په خپل ګوند کې د نارضايتي ډېرېدو او د خلکو د کم ملاتړ له امله په راتلونکو ورځو کې د يوې غونډې په ترڅ کې خپله استعفا وړاندې کړي.
ګلوب اند ميل ورځپاڼې د خپلو سرچينو د معلوماتو له مخې ويلي، چې نوموړی دې کار ته اړ کړی شوی دی.
ياده خبرپاڼه کاږي، چې د تروډو له استعفا وروسته ښايي د دې هېواد د بهرنيو چارو وزيره ميلانيا جولي لنډمهالې لومړۍ وزيره وټاکل شي.

اړوند خبرونه