لبنان کې پر يوه موټر د اسراييلو صهيونېست رژيم د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې د وژل شويو شمېر ۵ ته رسېدلی.
د لبنان روغتيا وزارت وايي، په دې بريد کې څلور تنه نور ټپيان شوي دي. د اسراييلو صهيونېست رژيم او د لبنان حزبالله ځواکونو ترمنځ روانه شخړه د اوربند د هغې تړون له مخې ودرېده، چې د جنوري تر ۲۶ مه يې مهلت ختمېږي.