ډېر لوستل شوي

اداري کمېسیون ناسته کې د کابل ښاروالۍ، علومو اکاډمۍ او نورو بنسټونو چارې وارزول شوې

د افغانستان اسلامي امارت د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزراء د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او ددې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.
ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې غونډه کې ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شویو کړنو او اجراتو راپورونه وړاندې کړل.
همدارنګه دې غونډه کې د ماليې وزارت، کابل ښاروالۍ، علومو اکاډمۍ او د خيرخواه الکترونيکي شرکت موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.
یاده دې شي، چې د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت اړوند موضوع د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

اړوند خبرونه