د خیبر پښتونخوا په کرک کې یو ټرېلر موتر له مسافرو وړونکو موټرو سره ټکر کړی چې په پایله کې یې ۱۰ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چې دا پېښه د تخنیکي عوارضو له کبله رامنځته شوې.
بلخوا، پاکستاني رسنیو د دې هېواد پنجاب ایالت په منډي بهاوالدین سیمه کې د اورلوبې په یوه ګودام کې د چاودنې خبر ورکړی چې ۶ تنه پکې مړه او ۷ نور ټپیان دي.
چاودنه د یو کور په ګودام کې د اورلوبې موادو سره د برېښنا لاین شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.
په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې، نجونې او سړي شامل دي. د پنجاب پولیسو ویلي، چې ټپیان نږدې روغتونونو ته وړل شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.