د امريکا اور وژونکې ډلې د ميلياردونو ډالرو د مالي زيانونو په مخنيوي کې پاتې راغلي.
د کاليفورنيا په لاس انجلس کې خلکو ته د کورونو د پرېښودو په پار خبرداری ورکړل شوی دی.
د لاس انجلس د عدلیې طب د دفتر په وينا، تر اوسه په دې اورلګېدنه کې ۱۱ کسان وژل شوي دي. په لاس انجلس کې له څو ورځو را په دې خوا اور لګېدلی، چې تراوسه یې څه باندې ۱۲۰ زره کورونه، اپارتمانونه سوداګریزې ودانۍ او ګڼ نور وسايل او وسايط سوځولي دي.