ډېر لوستل شوي

ټولګټو وزارت: روان کال به د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۱۰ پراختیایي پروژې بشپړې شي

ټولګټو وزارت وایي چې روان لمریز کال کې به څه باندې ۱۱۰ د څارنې او ساتنې پراختیایي پروژې بشپړې کړي. وزارت د کابل–کندهار لویه لار، د افغانستان حلقوي سړک او د سالنګ د لویې لارې بیارغونه ددې پروژو بېلګې بولي.

د یاد وزارت ویاند اشرف حقشناس ددې پروژو ملاتړ له کورنیو سرچینو بولي او ارزښت یې دوه میلیارده ډالر ښیي.

نوموړی وړاندې څرګندوي چې له یادو ۱۱۰ پروژو د ۹۵ هغو کارونه بشپړ شوي او د پاتې نورو کارونه هم په چټکۍ سره  روان دي.

د اسلامي امارت مسوولانو له وړاندې ویلي وو چې د هیواد د بیارغونې لویې پروژې له کانونو او نورو ملي عوایدو تمویلوي.

یاده دې وي چې په هیواد کې لویې رغنیزې پروژې د افغان ولس له پراخ هرکلي سره مخ شوي او د لا پراختیا غوښتنه یې کوي.

اړوند خبرونه