د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند بیهقي د کتاب خپرولو رياست له لوري د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رياست اړوند د سمعي او بصري رياست د غونډو په تالار کې د “الصحابة في أفغانستان” کتاب مخکتنه د يوې غونډې په ترڅ کې ترسره شوې.
یاده غونډه کې د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي، د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي، د اسلامي امارت پخواني وياند او د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله حکيمي، د بيهقي کتاب خپرولو رييس مولوي عبدالعليم ځانواک، د علومو اکاډمۍ غړو، د کابل پوهنتون استادانو، ګڼ شمېر علماوو او د رسنيو استازو برخه اخیستې وه.
د غونډې د پیل وینا کې خبیب غفران، د بيهقي رياست لاسته راوړنې او فعاليتونه وستایل. ښاغلي غفران زیاته کړه چې افغانستان په اسلامي تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د بيهقي کتاب خپرولو رياست له لوري د قرانکريم ۱۸ بېلابېل ډولونه چمتو او ۱۲ ډوله يې تر اوسه چاپ شول، چې د صحافت، ډيزاين، خطاطۍ، مینیاتورۍ، متن ليکنې او چاپ چارې په د کې دننه ترسره شوي دي.
د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي په خپله وینا کې وویل چې نننۍ غونډه په معنوي لحاظ ډېره باارزښته ده، ليکوالان باید د افغانستان په اسلافو او مشاهيرو کتابونه وليکي، تر څو راتلونکي نسل ته د تاريخ په بڼه پاتې شي، هغه زیته کړع چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ليکوالانو او اديبانو څخه ملاتړ کوي، په دې برخه کې يې د ډېرو لیکوالانو کتابونه چاپ او د کتابونو ډېر نندارتونونه يې جوړ کړي دي، همدا راز له ليکوالانو څخه د ملاتړ په برخه کې يې د ولايتونو په کچه د غوره ليکوالانو لړۍ هم پيل کړې ده.
ښاغلي فراهي له ليکوالانو څخه وغوښتل، چې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همکاري وکړي او له مسوولينو سره نېکې مشورې شريکې کړي.
د هنر او کلتور معين مولوي عتيق الله عزيزي د خپلې وينا په ترڅ کې وويل د خوښۍ ځای دی، چې افغانستان کې د اصحابو کرامو د ژوند او قربانيو په اړه کتاب ليکل کېږي، په دې برخه کې دا اثر نایابه دی، ټول باید د خپلو اسلافو په اړه څېړنې وکړو، په ځانګړي ډول ځوانان باید دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.
د غونډې په پای کې مولوي مهاجر فراهي له لوري د کتاب مؤلف ته ستاينليک ورکړل شو.

