ډېر لوستل شوي

ډاکټر عباد: په تېرو دوو کلونو کې د پولیو یوازې اته پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د پولیو ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ کلنۍ غونډه کې ویلي چې د اسلامي امارت تر حاکمېدو وروسته په ټول هیواد کې یوازې اته د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

 د عامې روغتیا د وزیر له قوله په تېرو دوو زېږدیزو(۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ )کلونو کې د پولیو اته پېښې ثبت شوي چې دا د تېر په پرتله ددې ناروغۍ ټیټه کچه ښيي.

ښاغلي عباد ویلی چې د عامې روغتیا وزارت به د خپلو شریکانو او ملاتړو په مټ په روان زېږدیز کال کې په ټول هیواد کې د پولیو څلور لوی کمپاینونه پلي کړي.

 دی دغه راز وایي چې د بېلګټس بنسټ په ګډون یې له یو شمېر نړیوالو بنسټونو سره په افغانستان کې ددې ناروغۍ د مهار په اړه خبرې اترې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هیوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس شته. روغتیاپالان وایي چې دا ناروغي درمل نه لري، د پولیو دوه څاڅکي واکسین کولی شي ماشومان ددغې ناروغۍ له ویروسه خوندي کړي.

اړوند خبرونه