افغان کرکټ ملي لوبډله د کابل پر مهال د ماسپښین په یوه نیمه بجه د انګلستان پر وړاندې خپله دویمه سیالي ترسره کوي.
د کرکټ نړیوالې شورا د چمپینز ټرافي سیالیو په ترڅ کې دا د افغانستان دویمه لوبه ده چې د انګلستانۍ کرکټ لوبډلې پر وړاندې به یې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ او لوبغاړي دې لوبو ته د پوره چمتووالي خبر ورکوي او په وینا یې ټول لوبغاړي د انګلستان د ماتولو هوډ لري. یاده دې شي، افغانستان او انګلستان هغه دوې لوبډلې دي چې خپلې لومړۍ لوبې یې بایللي دي. روانو سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه سویلي افریقا او انګلستان اسټرالیا ته بایللې ده.