د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي چې په بدخشان کې د سقوط شوې الوتکې څلور تنه ژوندۍ سپرلۍ کابل ته رالېږدول شوې ده.
ښاغلی مجاهد زياتوي چې ددې الوتکې څلور سپرلۍ د روسیې اتباع دي چې ژوند یې ژغورل شوی او دوه تنه نور پکې مړه شوي دي.
په هغه ویډیوګانو کې چې ښاغلي مجاهد په خپلې اېکس پاڼې اچولي، پکې یو شمېر روغتیاپالان لیدل کیږي چې د سقوط شوې الوتکې سپرلۍ ته لومړني روغتیایي چوپړونه وړاندې کوي.
تمه ده چې د دوو مړو جسدونه لومړی مرکز فیض اباد او بیا کابل ته راولېږدول شي.
دا الوتکه وړمه ورځ ماښام لوېدلي چې د افغانستان د هوایي ځواک ژغورونکې ډله یې په موندنه بریالۍ شوه.
له تېرو دوو ورځو راهسې په خواله رسنیو کې د دې الوتکې په اړه ضدونقیض خبرونه خپاره شول. لومړیو کې داسې ویل شوي و چې دا الوتکه د هند ده چې د تخنیکي ستونزو په سبب لوېدلې. وروسته یاده الوتکه روسۍ وښودل شوه او لومړنیو مالوماتو ښوده چې د الوتکې سپرلۍ له منځه تللې ده. خو د هند د ملکي چلند ادارې پرون په خپلې رسمي اېکسپاڼې ولیکل چې دا الوتکه د روس هیواد نه، د مراکش په یوه شرکت پورې اړونده ده.