ډېر لوستل شوي

وسپنې پټلۍ اداره: د ولایتونو په نښلولو مو بهر ته صادرات زیات شوي

د وسپنې پټلۍ اداره وایي چې د ولایتونو د پوښښ په مټ یې بهر ته د صادراتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د یادې ادارې عمومي رئیس ملا بحت الرحمن شرافت ویلي چې اوسمهال ۲۰۰ کیلومټره ریل پټلۍ په هیواد کې فعاله ده خو په پام کې ده چې هیواد کې ۵۰۰۰ کیلومټره د ریل پټلۍ وغځوي.

شرافت همدارنګه ویلي چې سوداګرو ته یې د لا اسانتیاوو په موخه بدیلې لارې پلټلي او هم یې د دې موضوع اړوند د ځینو هیوادونو له چارواکو سره ناستې کړي دي.

د وسپنۍ پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملابخت الرحمن شرافت له امید راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې هڅې کوي، څو د هیواد ټول ولایتونه د ریل پټلۍ له لارې ونښلول شي.

د ښاغلي شرافت په وینا چې اوسمهال په نږدې ۲۰۰ کیلومټره ریل پټلۍ هیواد کې فعاله ده او تمه ده په ټول هیواد کې دا کچه تر ۵۰۰۰ کیلومټرو پورې وغځوي.

ده همداشان ویلي چې په روان کال کې یې د اندخوي او آقینې پروژې ریل پټلۍ نیمګړې چارې بشپړې کړي او همداشان د قوش تیپې کانال پر سر د ریل پټلۍ پروژه پای ته رسېدلې چې ژر به پرې انتقالات وشي. د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې په هیواد کې د ریل پټلۍ په نښلونې به افغاني توکي په کم لګښت او کم وخت کې تر نړیوالو بازارونو ورسیږي.

اړوند خبرونه