پاکستاني چارواکي وايي، چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق (ایېماېف) له استازو سره د ۳ ميلياره ډالرو پور په اړه هوکړې ته نږدې شوي دي.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف له دې اقدامه هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې د دې لنډمهالي تړون له امله به ياد هېواد د اقتصادي ودې په لور حرکت وکړي.
پاکستان له ۲۰۱۹ کال راپدې خوا له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ میلیاردو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی و.