د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د روان کال په سلواغه مياشت کې ۱۴۴.۲ ميليون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د يادې ادارې وياند محمد حليم رافېع وايي، چې د دې مياشتې په ترڅ کې ۱۴۴.۲ ميليونه ډالرو په ارزښت د صادراتو ترڅنګ ۱ زر او ۷۶.۱ ميليون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
د معلوماتو له مخې، له دې جملې تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو ډېر واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په مرغومي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۲.۲ میلیونو ډالرو ته رسېد.