د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له بشري بنسټونو سره د ۱۴۷ زره او ۷۱۲ امريکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه مهم تړونونه لاسليک شول.
ياد وزارت وايي، چې د دې تړونونو له مخې به دغه بنسټونه په کندز، بدخشان او باميان ولايتونو کې ۳۶۰ بېځايه شويو او کډوالو کورنيو ته د جامو، خوراکي توکو او مسلکي زدهکړو په برخو کې لګښت ته ځانګړې کړي.
ياده دې وي، چې دغه هوکړه ليکونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د يادو بنسټونو د استازو ترمنځ لاسليک شوي دي.