د کډوالو او بېرته راستنېدونکو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیرانو د یوه پلاوي په ملتیا په تورخم کې له راستونوشویو کډوالو سره کتلي او په راروان کال کې یې د ځمکو د وېش ژمنه ورسره وکړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ویلي، له اړوندو وزارتونو سره په ګډه کار کوي تر څو د راستنوشویو هیوادوالو ستونزو ته رسېدنه وشي او هڅه کیږي چې د راتلونکي کال په پسرلي کې افغان کډوالو ته د استوګنې او کرنې ځمکې ورکړي.
د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په تورخم کې د عمري پنډغالي د اوسېدونکو ستونزې اورېدلي او د هواري ژمنه یې ورسره کړې ده.
بل پلو، راستانه شوي هیوادوال د افغان دولت له دغې پرېکړې خوښ دي او ټینګار کوي چې د کورجوړونې او کښت لپاره دې ځمکې ورکړل شي.