ډېر لوستل شوي

په تېرو دوو کلونو کې ۱۰۹ لوی او کوچني چک ډيمونه جوړ شوي

د رياست‌الوزار اقتصادی معاونيت وايي، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په تېرو دوو کلونو کې د ۲۵۵ میليونه افغانيو په لګښت ۱۰۹ لوی او کوچني چک ډيمونه جوړ شوي دي.

د ياد معاونيت د خبر له مخې، دا چيک ډيمونه د اسلامي امارت په مالي ملاتړ د هېواد په دولس ولايتو کې په ډبري، کانکريټي او خاورين توګه جوړ شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د ټول هېواد په کچه په هغو سيمو کې د لويو او کوچنيو چک ډيمونو جوړولو لړۍ پيل کړې، چې دې وروستيو وچکاليو ځپلي او تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټيټه شوې ده.

اړوند خبرونه