پاکستاني رسنۍ جیونیوز د خپلو سرچینو په قول ویلي چې د سند او پېښورایالتي حکومتونو بې اسناده او د اېسيسي کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لپاره چمتووالی نیولی دی.
دې حکومتونو ګواښ کړی چې د راروانې میاشتې له پیله به افغانان په زور او ډله ییزه توګه خپل هېواد ته ستانه کړي.
په دغه راپور کې راغلي، چې دغو افغان کډوالو ته (د فبرورۍ له ۱۵مې څخه د مارچ تر ۳۱مې) پورې په خپله خوښه د ستنېدو وړاندیز شوی و.
راپور زیاتوي، چې په ټول سند کې د کلیو او ولسوالیو په کچه کمیټې فعالې شوې دي او د دغه کډوالو د ساتلو لپاره ځیني مرکزونه هم جوړ شوي دي.
له بلې خوا، اسلامي امارت وړاندې ویلي و چې د پاکستان حکومت دې افغانان په ډله ییزه او جبري توګه نه راستنوي.