ډېر لوستل شوي

په تېر يو کال کې نږدې ۳۵ زره بهر مېشتو افغانانو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې ۳۴ زره او ۵۹۲ هېوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو غير حضوري خدمتونه وړاندې شوي دي.

د يادې ادرې د معلوماتو له مخې، په دې خدمتونو کې ۸ زره او ۳۶۵ غير حضوري نوې پېژندپاڼې، ۶ زره او ۷۵۵ حضوري مثنی پېژندپاڼې او په غير حضوري توګه د ۱۹ زره او ۴۷۲ پېژندپاڼې تاييد شوې دي.

بل‌ لور، د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په دې لړ کې ۶۶ زره او ۲۱۳ کسانو ته د نوې، مثنی او د کاغذي پېژندپاڼو لغوه کول ترڅنګ، ۱۱۸ زره او ۲۲۳ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تاييد خدمتونه وړاندې کړي دي.

د ويلو ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په حضوري او غیر حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو مسوولیت په غاړه لري.

اړوند خبرونه