د افغانستان د برېښنا شرکت رياست وايي، چې هڅه کوي څو هېوادوالو ته له کورنيو سرچينو څخه په استفادې ښه برېښنا چمتو کړي. د ياد شرکت اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر دغه څرګندونې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د پنځو ولايتونو د برېښنا توليدي کارخونو جوړولو د تړونونو لاسليک د خبرې ناستې په مهال کړې دي.