ډېر لوستل شوي

تخار ـ کندز لویه لاره د ۱۵ میلیونو افغانیو په ارزښت بیاورغول شوه

د ټولګټو وزارت مسوولین وایي چې د تخارـ کندز د لویې لارې د بیارغونې چارې د ۱۵ میلیونو افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د تخار ـ کندز لویې لارې د ترمیم او داغګیري چارې د شاوخوا ‍۱۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د دوراني سړک جوړونې او ودانیز شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې وې، چې نن یې چارې د تخار د ټولګټو ریاست د رئیس په شتون کې بشپړې او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.

په ياده پروژه کې ۳۲ متره استنادي دېوال، یو کوچنی پل ، ۵۴۶ متره وسپنيز کانکریټي لښتی، اسفالټ اچونه او یو لوی پل چې ۲۸۹ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري؛ هم شامل وو.

د ټولګټو وزارت مسوولان وایي چې تر دې وروسته به پر تخارـکندز تلونکي مسافر له ټرانسپورټي ستونزو سره نه مخیږي.

یاده دې شي چې په دې پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم چمتو شوې وه.مقام‌های ‌وزارت ترانسپورت و هوانوردی ملکی تاکید می‌کنند که در در نظر دارند تا سال آیند ۶۰ پروژه را در بخش ترانسپورت زمینی و هوایی عملی کنند.

در همین حال، نمایندگان شرکت‌های سکتور خصوصی که با وزارت ترانسپورت و هوانوردی ملکی قراردادهای تازه را امضا کرده‌اند از تعهدشان برای پایبندی به آن اطمینان می‌دهند.

وزارت ترانسپورت و هوانوردی ملکی از وزارت خانه‌های کلیدی و عوایدی کشور به شمار می‌رود.

اړوند خبرونه