ډېر لوستل شوي

د افغان کډوالو د بشري مرستو په تړاو خبرې وشوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالكبیر په افغانستان کې د بریتانیا له شارژدافیر رابرت ډيکسن سره کتلي او د افغان کډوالو د وضعیت او بشري مرستو په تړاو يې خبرې کړې دي.

ياد وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې رابرت ډيکسن د ملګرو ملتونو له لوري چمتو شوي وړاندیز (پروپوزل) ته په اشارې ويلي، چې بریتانیا د افغانانو له ملاتړ او له افغانستان سره د دوامدارو اړیکو د ساتلو لپاره ژمنه ده.

مولوي عبدالكبیر د بریتانیا له مرستو مننه کړې او ويلي یې دي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېرته راستنو شویو افغانانو لپاره ۴۶ ښارګوټي ځانګړي شوي او دغه راز يې په دې برخه کې د بريتانيا همکاري اړينه بللې ده. ښاغلي عبدالکبير ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر ښه مدیریت او د هغوی د حقونو د خوندي ساتنې لپاره ژمن دی.

اړوند خبرونه