د ۱۹ کلنو لوبډلو د نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او د کوربه متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلې سره مخامخ دي.
په دې مهمه لوبه کې د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د لوبې ټاس ګټلی او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه کړې ده.
افغان ځوانان هڅه کوي، چې د یو قوي هدف په ټاکلو سره پر اماراتو فشار راولي او ځان نړیوال جام ته نږدې کړي. دا سیالۍ د دې لپاره ترسره کېږي، چې له آسیا څخه غوره لوبډلې د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته لار ومومي.