ډېر لوستل شوي

قطر: ټولې پروژې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او اساساتو مطابق پلې کوو

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د سرې میاشتې له رییس حسین بوتاني سره کتلي دي.

ښاغلي بوتاني په خپلو خبرو کې د خپل هېواد د پروژو او پلانونو په تړاو سرپرست وزیر ته مالومات ورکړي دي.

حسین بوتاني په خپلو خبرو کې ویلي: موږ خپلې ټولې پروژې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او اساساتو مطابق پلې کوو او یاد اصل ته ژمن یو.

ملا عبدالمنان عمري د قطر هېواد د سرې میاشتې فعالیتونه ستایلي او له هغوی څخه یې غوښتي چې د ټولنې تر ټولو زیاتو زیانمنو پوړونو په ځانګړي ډول ماشومانو او نویو راستنېدونکو هېوادوالو پوره ملاتړ وکړي او ډیرۍ پروژې دوی ته ځانګړې کړي.

یاده دې شي چې د قطر سرې میاشتې ټولنه په افغانستان کې د اوبو رسونې، بېړنیو حالاتو کې د مرستندویه پروژو د پلې کولو او د یتیمو او سرپرستو ماشومانو د ملاتړ برخه کې فعالیتونه لري.

اړوند خبرونه