ډېر لوستل شوي

پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت د ښه‌والي لپاره د ګډې کمېټې د جوړېدو غوښتنه شوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال شيخ کليم‌الرحمن فاني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزير، د لومړي وزير سلاکار او نورو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ليدنه کې ښاغلي فاني په پاکستان کې د افغان کډوالو په نه زورونې، نه نيونې او د جبري اېستلو په سم‌لاسي درولو ټينګار کړی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال افغان کډوالو لپاره د ټولنيز ميکانيزم له مخې غوښتنو او ستونزو ته د رسېدو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د يوې ګډې همغږۍ کمېټې د جوړېدو غوښته کړې ده. د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر ژمنه کړې، چې د اوسنيو شرايطو په پام کې نيولو سره به په دې هېواد کې د افغانستان سفارت سره په ګډه يو کمېټه جوړه کړي.

اړوند خبرونه