ډېر لوستل شوي

کب میاشت کې صادرات ۴۴،۱ او واردات ۷۳،۱ میلیون ډالره کم شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د تېر کال په کب مياشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۰۰.۱ ميليون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱ زر او ۳.۱ ميليون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، د تېر کال په سلواغې مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴.۲ ميليون ډالرو ته رسېد، چې د دې مياشتې په پرتله ۴۴.۱ ميلیون ډالره کموالي پکې راغلی.

دغه راز د ياد کال د سلواغې مياشتې د وارداتو ارزښت ۱ زر ۷۶.۲ ميليون ډالرو ته رسېد، چې د دې کال د کب مياشتې په پرتله د ۷۳.۱ ميليون ډالرو په ارزښت کموالی پکې راغلی دی.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د تېر کال په کب میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

يادې ادارې زياته کړې، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته، شامل دي.

اړوند خبرونه