ډېر لوستل شوي

صديق‌الله خالد په بلخ کې د مالي خدمتونو آسانتیا او د عصري سیستمونه په رامنځته کېدو ټينګار کړی

د افغانستان بانک لومړي مرستيال صديق‌الله خالد او مل پلاوي بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمال زون له همکارانو سره ليدلي او د کارونو ارزونه يې کړې ده.

ياد بانک وايي، په دې ليدنه کې ښاغلي هالد د دې بانک له بېلابېلو برخو ليدنه کړې او د دې زون کارکوونکو ته يې د معياري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي. نوموړي د دې ليدنې په مهال ټينګار کړی، چې د افغانستان بانک مشرتابه د رڼې حساب ورکونې او خلکو ته د عصري سیستمونو د رامنځته کولو لپاره ژمن دی.

اړوند خبرونه