ډېر لوستل شوي

پلخمري؛ پراختیایي پروژو کې ۶  زرو تنو ته کارموندنه شوې

د بغلان د اقتصاد ریاست مسوولینو ویلي، چې تېر کال دې ولایت کې ۶۰۰۰ کسانو ته په پراختیايي پروژو کې کارموندنه شوې ده.

د بغلان د اقتصاد رییس ویلي، چې په منځني ډول هر کال په بغلان کې ۴۱۷ کوچنۍ او سترې پراختیايي پروژې پلې کیږي، چې په مټ یې ۶ زرو کسانو ته کارموندنه کیږي.

نوموړي وړاندې ویلي چې په وروستیو ۳ کلونو کې ۴.۷۳ میلیارده افغانۍ بودیجه په پراختیايي برخه کې بغلان ولایت ته ځانګړې شوې چې ۹۲.۳ سلنه یې لګول شوې ده.

یاده دې شي چې اسلامي امارت ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې لاس په کار شوی.

اړوند خبرونه