ډېر لوستل شوي

د اقتصادي کمېسیون ناسته؛ د کانونو سکټور د عوایدو مسوده منل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده د ځینو تعدیلونو په پام کې نیولو سره منل شوې ده.

یاد کمېسیون د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید کړې.

همدارنګه دې غونډې کې د اوبلن ګازو د تاسیساتو جوړولو پر کړنلارې او د کارګو او پوستي شرکتونو د تخلفاتو مخنیوي لپاره د مناسبو حل‌لارو پيدا کولو پر موضوعاتو بحث شوی او د هراړخیزې ارزونې په پار یې ورته جلا جلا کمېټې ټاکلي دي.

ویل کیږي چې ددې غونډې په پای کې د یو شمېر موضوعاتو تعقیبي راپورونه هم وړاندې شوي دي.

د ویلو ده چې یادې پرېکړې د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته استول شوي.

اړوند خبرونه