د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی قزاقستانی پلاوی کابل ته رارسېدلی دی.
تمه ده، دا پلاوی به سبا د افغان ـ قزاق د نندارتون په پرانیسته کې هم ګډون وکړي.
دا پلاوی به له افغان چارواکو سره هم په لوړه کچه خبرې اترې وکړي.
ویل کیږي چې ددې پلاوي د راتګ خبر لا له وړاندې ورکول شوی و.
یاده دې شي چې قزاقستان له افغانستان سره غوره اړیکې لري او اسلامي امارت یې هم له بندیز سره د مخ ډلو له نوملړه اېستلی دی.