په مسقط کې د افغانستان اسلامی امارت سفارت سرپرست حافظ عمر د عمان سلطنت د الهیئة العمانیة الخیریة نهاد له اجراییه مشر سره په کاري دفتر کې کتلي دي.
په دي لیدنې کې ښاغلي حافظ عمر د یادي اداری مشر سره د افغان کډوالو پر راتګ، د هغوی پر ادغام او دوی ته د ښه ژوند برابرولو په تړاو مالومات ورکړي دي.
ښاغلي عمر همدارنګه د مرستندویه ادارو او بنسټونو پر اهمیت خبری اترې کړي.
له بلې خوا محمد بن حمود الذهلي ویلي چې د عمان سلطنت په افغانستان کې خپلې پخوانۍ پلان شوي او نیمه پاتې پروژو تر سره کولو او بشپړولو ته ژمن دی. یاده دې شي چې مسقط ـ کابل په اوس وخت کې غوره سیاسي او ډيپلوماټيکې اړیکې لري.