د کندهار ځایي مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره د کرنيزو محصلاتو لپاره يو مجهز لابراتوار جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارل شوی دی.
ویل کیږي چې دا لابراتوار د یوه خصوصي سکټور له خوا جوړ شوی او ۲۵۰ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی دی.
د کندهار د کرنې رياست مسوولینو ویلي، له دې وړاندې سوداګرو نشوای کولی چې بهرنیو هيوادونو ته له اړتيا سره سم صادرات ترسره، خو چې اوس به د دې لابراتور په شتون کې دا ستونزه حل شي.
ياد لابراتوار د خصوصې سکټور له خوا د وچې او تازه مېوو او سبزيو د تشخیص په پار جوړ شوی تر څو یاد محصولات نړیوالو بازارونو کې خرڅلاو ته چمتو شي.
ملي سوداګر صيف الرحمن ادعا کوي چې پخوا به د افغانستان مېوه نورو هېوادونو په خپل نوم خرڅوله چې اوس یې به د افغانستان محصولات په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادریږي.
د مسوولینو په وینا، د یاد لابراتوار یوه ګټه دا ده چې ځانګړی بارکوډ لري او په مرسته یې نړیوالو بازارونو کې معیار تشخیص کېدلی شي.