ډېر لوستل شوي

ایبک له ښاره بې سرپرسته کوچنیان راټول او د زده کړو زمینه ورته برابره شوه

د سمنګانو ولایت ځایي مسوولینو ویلي چې د ایبک ښار له بېلابېلو واټونو یې بې سرپرسته ماشومان راټول کړي او د زده کړو زمینه یې ورته برابره کړې ده.

مسوولین وایي چې د ایبک له ښاره یې هغه بې سرپرسته او بې وزله ماشومان راټول کړي چې د ښار په واټونو کې به یې پلاستیکونه راټولول، سوال به یې کاوه او یا به یې د لږ مزد په بدل کې شاقه کارونه سرته رسول.

د ځایي مسوولینو له قوله چې دا ماشومان د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري راټول شول او د دیني او عصري زده کړو زمینه ورته برابره شوه.

د دغه روزنتون یوه استاد زین الدین فروتن ویلي چې تر خپلې وسې هڅه کوي؛ څو کوچنیان ښه وروزي او روڼ راتلونکی ولري.

دغه ماشومان بیا په دې روزنتون کې له شته چوپړونو خوښي څرګندوي او د ټولنې د چوپړ هوډ لري.

بلخوا د سمنګانو ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي فیض محمد ریحان وویل چې په دې روزنتون کې د ښوونې او روزنې ترڅنګ خوراک، پوښاک او هر څه وړیا دي. مولوي ریحان همداشان وایي چې په ایبک ښار کې یې ۲۰۰۰ تنو غریبکارو ته د کار جوازونه وېشلي؛ څو خپل رزوګار مخته پرې بوځي.

په سمنګانو کې د بې پرسته ماشومانو په اړه کره مالومات نه شته، خو د ځایي مسوولینو په وینا بې وزلو ماشومانو ته به هر ډول اسانتیاوې چمتو کوي.

اړوند خبرونه