ډېر لوستل شوي

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مرستیال: افغانان دې خپل هېواد کې پانګونه وکړي

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې په یاد هېواد کې له افغان سوداګرو سره کتلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، ښاغلي زاهد په دې کتنه کې د افغانستان د اقتصادي حالت د بدلون پر اړتيا ټینګار کړی او له افغان سوداګرو یې غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي وړاندې ویلي چې افغانستان کې اوسمهال له بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او ازبکستاني پانګوال هم کولی شي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

یاده دې شي چې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد یو پلاوی ازبکستان ته تللی دی.

اړوند خبرونه