ډېر لوستل شوي

د پنجشېر د کانونو شاوخوا څلور زره قېراطه زمرد پلورل شوي

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي، چې د دې ولایت له کانونو استخراج شوي ۴زره او ۴۵ قېراطه زمرد پلورل شوي دي.

یاد ریاست ویلي چې دا زمرد په شاوخوا ۲۲۶ زرو امریکایي ډالرو پلورل شوي دي.

ویل کیږي چې په دې داوطلبۍ کې څلورو چینایي سوداګرو هم ګډون کړی و، چې د پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکیم سره یې دې ولایت کې د بیروجو او زمردو پر کانونو د پانګونې په تړاو یوه طرحه هم شریکه کړې ده.

د پنجشېر والي هم د چینایي پانګوالو له طرحې هرکلی کړی او په ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه