د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د میدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د لسګونو پروژو چارې پيل کړي دي.
ویل کیږي چې پر دې پراختیایي پروژو به شاخوا دوه سوه میلیونه افغانۍ لګښت راشي چې لسګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.
په یادو پروژو کې د پلونو رغول، د کانالونو پاکول، په کلیوالي لارو او سړکونو جغل اچول، د ځمکو د خړوبولو لپاره د ذخیرو پاکول، د غره لمن کې د آب ریزونو کېندل، د پلچکونو، د کرنیزو ځمکو لپاره د ذخیرو جوړول او نور شامل دي.
ویل کیږي چې ددې پروژو په بشپړېدو سره به زرګونه جریبه ځمکه تر کښت لاندې راشي او د کلیو ترمنځ به د راتګ راتګ ستونزې هوارې شي.