ډېر لوستل شوي

د میل ۷۸ بندر، صنعتي پارک او د کثافاتو مدیریت په تړاو نوې پرېکړې وشوې

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت د اقتصادي کمېسيون د تخنيکي کمېټې نوبتي ناسته تېره ورځ په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوه.

ياد معاونيت وايي، په دې ناسته کې له اجنډا سره سم د فراه د ميل ۷۸ بندر د تأسيساتو جوړولو او پراختيا لپاره د اضافي ځمکې په ورکړې نظر ورکړل شوی دی.

د دې ناستې په ترڅ کې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د نوي قانون له مخې، چې ځمکې لپاره يو متر په ۱۵۰ افغاني ټاکل شوی، په ياد صنعتي پارک کې په پلي‌کيدو نظر ورکړل شوی دی. په دې ناسته کې دغه راز د چاپېريال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې، چې د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت ته د وړانديز کولو په موخه د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د کثافاتو د پروسس لپاره وړ شرکتونه وټاکي.

اړوند خبرونه