ډېر لوستل شوي

افغان پلاوی د کازان په اقتصادي فورم کې د اغېزناک ګډون په درشل کې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي په مشرۍ د “روسيې ـ اسلامي نړۍ ” په نوم د ۱۶م نړيوال په اقتصادي فورم (کازان) کې د اسلامي امارت پلاوي او افغان خصويي سکټور د ګډون په موخه مشورتي ناسته شوې ده.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې ښاغلي عزيزي د منظم، فعال او په شايسته ګډون ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې له کوربه اړخ سره د افغان پلاوي لپاره د غوره ځانګړي ځای ټاکلو په موخه خبرې شوې دي.

دغه راز د ناستې په ترڅ کې په دې فورم کې د ښه ګډون په موخه ۵ تنه د خصوصي سکټور غړي او ۳ تنه له اقتصادي کمېسيون سره د همغږۍ لپاره ګمارل شوي دي.

د ويلو ده، چې ياد فورم به د روسیې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې ترسره شي، چې پکې به له افغانستانه شاوخوا ۱۰ شرکتونه د قالینو، ترانسپورټ، غیر الکولي نوشابو، روغتیا، پاکوونکو توکو او زراعت له برخو ګډون وکړي.

اړوند خبرونه