د ننګرهار ځایي مسوولینو د جلال اباد ښار د دویم حلقوي سړک د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د جلال اباد ښاروال د یو شمېر ځایي مسوولینو او تخنیکي ټیم سره د دویم حلقوي سړک په اوږدو کې شته کورونه او نور ملکیتونه ارزولي دي.
ویل کیږي چې دا سړک له ثمرخېلو پیلیږي او د بهسودو له سیند تېر او له سرخاب پل سره به ونښلیږي.
ددې حلقوي سړک ټولټال اوږدوالی ۲۱ کیلومترو ته رسیږي چې چارې یې د ښاروالۍ او ملاتړو بنسټونو په مالي همکارۍ پيل شوي دي.
یاده دې شي چې د دې سړک په جوړېدو سره به په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه، ترافيکي نظم به رامنځته او خلکو ته به د سړک په اوږدو کې د سوداګرۍ او نورو کاروبارونو زمينې رامنځته شي.