د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي له پینځو موسسو سره د ۲.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
دا هوکړهلیکونه د اقتصادي ښکېلتیا بهیر د اسانه کولو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د کورني اقتصاد رغونې او د یادو هېوادوالو د ځانبسیاینې په پار لاسلیک شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې دغه موسسې به د تړون له مخې راستنو شويو مېرمنو او سړیو لپاره د فني او مسلکي زدهکړو د زمینې برابرولو، د کوچنيو کارونو پيل، د کاري وسايلو او نغدي مرستو وېش، د بسپنې ګروپونو جوړولو، کوچنيو پورونو ورکړې، سوداګریزو مشورو او يو شمېر نورو مهمو برخو کې کار وکړي.
ویل کیږي د دې هوکړې له مرستو به په کندهار، هلمند، ميدان وردګ، کندوز، جوزجان، لوګر، ننګرهار او کابل ولايتونو کې شاوخوا ۲۰ زره او ۵۰۰ کسان په مستقيمه توګه ګټه پورته کړي.