د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد او مل پلاوي په بلخ کې له يو شمېر کارخونو ليدنه کړې ده.
ياد وزارت وايي، په دې ليدنه کې ښاغلي زاهد صنعتکارانو ته په اړوند برخه کې د پرمختګ او معياري کولو سپارښتنه کړې او د هغوي هڅې يې ستايلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال صنعتکارانو ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او دغه راز يې ژمنه کړې، چې شپه او ورځ به د صنعتکارانو ستونزو ته د حل په موخه رسيدنه کېږي.