د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د تورخم په عمري کمپ کې له بېلابېلو روغتيايي برخو کتنه کړې ده.
ځايي مسوولين وايي، په دې کتنه کې ښاغلي جلالي د ياد کمپ د روغتيايي فعاليتونو ارزونه کړې او اړوند مسوولينو ته يې د لا ښه خدمت ترسره کېدو په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي.
د عامې روغتيا وزات سرپرست په اړوند برخه کې د کيفيت د لوړولو، تجهيزاتو، درملو او بشري ځواک په پاملرنې ټينګار کړی او دغه راز يې عمري کمپ ته د لا ډېرو اسانتياوو په رامنځتهکېدو ژمنتيا ښودلې ده.

