ډېر لوستل شوي

د سپینې شګې پارک یو خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شو

د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې پارک د میرزا کټوازي په نوم یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی دی.

د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ویلي چې دا شرکت به د ۶ کلونو په لړ کې د ۲۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت دې سیمه کې پانګونه کوي او هرکال به اسلامي امارت ته دوه میلیونه افغانۍ ورکوي.

مسوولینو زیاته کړې چې په دې سیمه کې به یو معیاري هوټل، روغتون، یادې سیمې ته غځېدلی اووه کیلومټره سړک، د لوبو ځای، ورکشاپ او د اوبو او برېښنا اسانتیاوې چمتو شي.

د پکتیا ځایي مسوولینو ددې شرکت مسوولینو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او غوښتنه یې کړې چې د بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو ته دې په معیاري ډول چوپړونه چمتو شي.

له بلې خوا، د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، چې سپينې شګې سیمې ته د داخلي سیلانیانو سربېره زیات شمېر بهرني سیلانیان د تفریح په موخه ورځي چې د هېواد له مشهورو تفریحي سیمو څخه ګڼل کېږي.

سپینه شګه د ځاځي اريوب ولسوالۍ یوه طبیعي سیمه ده چې د اختر په شپو ورځو او په پسرلي موسم کې ترې لسګونه زره تنه لیدنه کوي.

اړوند خبرونه