ډېر لوستل شوي

د اهل‌تشيع علماوو له اسلامي امارت خپل ملاتړ څرګند کړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير د اهل‌تشيع له يو شمېر مشرانو او علماوو سره کتلي دي.

یاد وزارت وايي، په دې ناسته کې د اهل‌تشيع علماوو او مشرانو له اسلامي امارت سره د همکارۍ ژمنه او له شته نظام څخه يې ملاتړ ښودلی دی.

په دې ناسته کې ښاغلي مولوي عبدالکبير له اسلامي امارت سره د يادو علماوو د ملاتړ او همکارۍ ستاينه کړې او ډاډ يې ورکړی، چې د دوی ټولو ستونزو ته به پر وخت رسېدنه کېږي.

د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت چارواکي وخت نا وخت له علماوو او قومي مشرانو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه ناستې کوي.

اړوند خبرونه