د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رييس مولوي مطيعالحق خالص په کابل کې د روسيې له سفير ديميتري ژيرنوف سره په کتنه کې د چاپېريالي مسائلو، د سيمهييزې همکارۍ او همغږۍ د پياوړتيا په تړاو خبرې کړې دي.
ياده اداره وايي، چې ښاغلي خالص په دې ناسته کې د روسيې له سفير د نړيوالو له لوري په هېواد کې د ځنډول شويو چاپېريالي پروژو د خلاصون، په نړيوالو غونډو کې د افغان پلاوي د سفر زمينې برابرول او په نړيوالو چاپېريالي کنوانسيونونو کې د افغانستان د طرحو او پرژو د ملاتړ په برخه کې د لازمو همکاريو غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د روسيې سفير دغه راز پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټينګار کړی او ژمنه يې کړې، چې ياد مسائل به له مسکو سره شریکوي او هڅه به کوي، چې افغانستان ته په نړيوالو غونډو کې د ګډون زمينه برابره شي.
ياده دې وي د دې ناستې په ترڅ کې دواړو لوريو هوکړه کړې، چې وخت پر وخت به د مهمو چاپېریالي موضوعاتو په تړاو خپلې لیدنې او غونډې دوامداره او جاري ساتي.

