ډېر لوستل شوي

د سلطان ذخیروي بند اوبه د کرنیزو ځمکو خړوبولو په پار خوشې شوې

د غزني د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولين وایي، چې د سلطان ذخیروي اوبو بند یې د ولایت د مرکز کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د اتو ورځو لپاره خوشې کړی دی.

دغه راز د اوبو د عادلانه وېش لپاره یو څلور کسیز پلاوی ټاکل شوی، تر څو د اوبو د وېش بهیر وڅاري.

بايد وويل شي، چې له اوبو څخه د سمې ګټې اخېستنې په موخه د اوبو له خوشې‌کېدو وړاندې ټول اړوند کانالونه هم پاک شوي دي.

اړوند خبرونه