ډېر لوستل شوي

د پوهنې سرپرست وزیر کندهار ته تللی

پوهنې وزارت کندهار ولایت ته ددې وزارت د سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله اغا د سفر خبر ورکړی دی.

نوموړي کندهار ته د سفر په ترڅ کې د عظیم الله، محمود طرزي او تجربوي عالي لېسو څخه د کتنې پرمهال ددې لېسو د فزیکي او تدریسي وضعیت ارزونه ترسره کړې ده.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د پوهنې سرپرست وزیر د یادو لېسو ښوونکو او زده‌کوونکو ته د ښوونځیو د پرمختګ، د ښوونکو د روزنې، د زده‌کړییزو اسانتیاوو برابرولو او د ښوونځیو د رغونې ډاډ ورکړی دی.

یاده دې شي چې اسلامي امارت دواړه عصري او دیني زده کړې مهمي ګڼي او د پرمختګ لپاره یې له پیله هڅې کوي.

اړوند خبرونه