د ننګرهار مسوولینو ویلي، چې د یاد ولایت په ځینو ولسوالیو کې د جاپان هېواد په مالي ملاتړ د لسو ښوونځیو جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د ننګرهار ځایي مسوولینو زیاته کړې چې دا ودانۍ په کوز کونړ، درهنور، حصارک، شېرزاد او خوږیاڼو ولسوالیو کې جوړې شوې دي.
ویل کیږي چې ددې ښوونځيو پر ودانیو شاوخوا ۱۰۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
یاده دې شي چې په ننګرهار کې د دغو ودانیو په جوړېدو سره به زرګونه کسان زدهکوونکي مناسب درسي چاپېریال ته لاسرسی ومومي.

