د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی رياست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نيمروز، کندهار، فراه او هلمند ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې په ډېر کچه قاچاقي توکي نيولي دي.
ياد وزارت وايي، په نيول شوي توکو کې ۱۶ زره او ۳۳ کيلو ګرامه انساني، زراعتي او حيواني درمل، ۷ زره ۳۲۵ کيلو ګرامه چاکلېټ، ۲ زره ۴۷۰ کيلو ګرامه مالګه، ۳ زره ۹۰۰ کيلو ګرامه رخت باب، ۲ زره ۳۴۰ کيلو ګرمه تنباکو، ۴۲۷ کيلو ګرامه شامپو، ۴۷۵ کيلو ګرامه لوبيا شامل دي.
دغه زار په دې کې ۶۹۲ کيلو ګرامه نوې البسه، ۴۱۰ کيلو ګرامه ملايي، ۳۵۰ کيلو ګرامه نوشابه باب، ۲۴۰ کيلو ګرامه روب او ۱۳۰ کيلو ګرامه د ليمو اوبه هم شاملې دي.
د وزارت خبر له مخې، نيول شوي توکې او تورن کسان د نورو اجراآتو په موخه اړوند ګمرکونو ته سپارل شوي دي. د ماليې وزارت په ټول هېواد کې له ګرځنده څارنې ډاډ ورکړی او په غير قانوني توګه د توکو د لېږد په مخنيوي یې ټینګار کړی دی.